ټولنه

په پنځوسو اړو کورنيو جامې وويشل شوې

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دکابل يوشمېر ځوانانو له اړو کورنيو سره دجامو  دمرستې په نامه په کابل ښار کې يوپروګرام  پيل کړ او نن ددوى له خوا په پنځوسو اړوکورنيوجامې وويشل شوې.
  ددغو ځوانانو دډلې غړي رفيع الله دباخترآژانس خبريال ته وويل: دوى دروان کال دليندۍ دمياشتې په اته ويشتمه او نهه ويشتمه نيټه دکابل ښار دميرويس ميدان ، دهن باغ ، دسليم کاروان دبلاکونو ، دخيرخانې  مينې دلومړى برخې ،  دويم مکروريان ، لومړي مکروريان  او دنوې کارتې په سيمو کې  ددوو ورځو لپاره خيمه ووهله چې له خلکو څخه زړې جامې راټولې کړي او هغه بيرته په اړوکورنيو وويشي.
  ده زياته کړه چې له اړو کورنيو سره دجامو دمرستې پروګرام دپنځه ويشتو تنو رضاکاره ځوانانو له خوا پيل شو او دوى وکولاى شول چې دوه زره دوه سوه څلور څلويښت جوړې  جامې راټول  کړي چې له دې جملې څخه  اته سوه نهه شپيته  جوړې دنارينه و ،  اووه سوه درې اويا جوړې دښځو او څلور سوه درې څلويښت جوړې دماشومانو  دي او دغه راز يوسلو نهه پنځوس  خولۍ ، شړى او دستمالونه پکې  دي او دغه جامې له مينځلو او په پاکـټونو کې له ځاى پرځاى کولو وروسته دهماغو سيمو په اړو کورنيو چې جامې له دغو ځايونو څخه راټولې شوې وې  وويشلې شوې .
ستانکزي وويل چې پرون هم په  پنځوسو مستحقو کورنيو دغه جامې  وويشلې شوې او ددغه اقدام  هدف دانه دى چې موږ دهيواددټولو اړو کورنيو ستونزې لرې کړو بلکې دا دنورو هيوادوالو په تيره بيا دځوانانو دهڅونې لپاره دى چې دهيواد په نورو سيموکې همدغه شان مدنې حرکتونه  پيل شي او هغه کسان چې مالي امکانات لري له اړو کسانوسره مرسته او همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته