کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
په نيمروز ولايت کې نن په پنځلس کيلومتره سړک د کريړ اچولوکار پيل شو. د نيمروز د والي ويندوى احمدعرب د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه واټ اووه متره سورلري او د فوايدعامې د وزارت له خوا د څه د پاسه شلو مليونو افغانيو په لګښت ددغه ولايت چخانسور په ولسوالۍ کې کريړ پرې اچول کيږي.
ددغه سړک دکريړ اچولو کار په دريو مياشتوکې بشپړشي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ