په پنجشېر کې ۳ روغتیایي مرکزونه جوړ شول
![Img 20240130 Wa0029](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/01/IMG-20240130-WA0029-780x470.jpg)
کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د پنجشېر د عامې روغتيا رياست تازه د دغه ولايت په دریو ولسوالیو کې د ۳ روغتیایي مرکزونو د جوړولو خبر ورکوي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر حجت الله محمدي باختر آژانس ته وويل چې دغه مرکزونه په رخه، آبشار او پريان ولسواليو کې د ریلیف انټرنېشنل موسسې له لوري نوي جوړ شوي دي .
محمدي زیاته کړه چې یاد روغتیایي مرکزونه په هغو سيمو کې جوړ شوي چې خلک یې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
ورته مهال يادو ولسواليو اوسېدونکو په خپلو ولسواليو کې د دې مرکزونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د روغتيا رياست د هڅو ستاينه یې وکړه.