په پنجشېر کې د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ پراختیايي پروژو کار بشپړ شو
کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي، چې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق په مالي مرسته ۳۸ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د کليو، بيارغونې او پراختيا رييس مولوي شېرعلي موزون وويل، دغه پروژې د څه باندې ٧٣ ميليونه افغانيو په لګښت د افغانستان ټولنيز ملاتړ او معيشت پروګرام “CHA” له لارې جوړې شوي چې په آبشار او شتل ولسوالیو کې د اوبو رسولو، کرنې، ترانسپورټ، ساختماني او ټولنيزې مرستې شاملې دي.
په همدې حال کې د پنجشېر اوسېدونکي خوښي څرګندوي او د رغنيزو پروژو د جلبولو او زرګونو ځوانانو ته د کار د زمينې په برابرولو کې د پنجشېر د والي د هلو ځلو هرکلى کوي.
د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم، دیني عالمانو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.