خبرونهاقتصادټولنه

په پنجشېر کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت  د ۲۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومې ۱۰ مه، باختر

د پنجشېر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۲۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.

د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي شیرعلي موزون د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د کرنې، کانالونو، پلچکونو، او سړکونو او د ورته نورو پروژو د رغولو او بیا رغولو چارې شاملې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته