۴۱- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په پنجشېرکې د کروناويروس د دويمې څپې د خپرېدو د مخنيوي په موخه لازم تيارى ونيول شو.
د پنجشېر د عامې روغتيا رييس ډاکټر شېردل دانش د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه تيارى د دغه ولايت د مرکز او ٧ ولسواليو په کچه نيول شوى دى چې په هغه کې په کروناويروس د اخته کېدو د مخنيوي لارو چارو په اړه پوهاوى، مخنيوى، د ماسک جبري کول، د ډاکټرانو لارښوونې او نور موارد شامل دي.
هغه زياته کړه: د دغې موضوع په اړوند غونډه نن د پنجشېر د والي انجنيرکمال الدين نظامي او له کروناويروس سره د مبارزې کمېټې د غړیو په شتون جوړه شوه.
پاى \ ذ
5 د یوې دقیقې څخه لږ