په پنجشېر کې د روغتیايي ټولنې  د سوپر وایزرانو غونډه جوړه شوه

 کابل / د وري ۱۸ مه / باختر

د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د سوپر وایزرانود غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

دغه غونډه  په میاشت کې یو ځل په دغه  ولایت کې د روغتیايي خدمتونو  وړاندې کولو په موخه جوړیږي.

د پنجشېر د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسد الله نجات د باختر آژانس  سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دې غونډه  کې د پنجشير پر روغتیايي ستونزو او حل لارو خبرې وشوې.

هغه وويل چې د پنجشېر په لرې پرتو کليو کې د لومړنيو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه ١٢٤ روغتيايي څانګې فعالې او ۲۴۸ روغتيايي کارکوونکي په کې په دندو بوخت دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته