خبرونهامنیت

په پنجشېر کې د درې قومندانانو په ګډون د اسلامي امارت ۳۹ مخالفان ووژل شول

کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه د پنجشېر عنابې ولسوالۍ په در بند غرونو او نورو سیمو کې پر مخالفانو سخت بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۷ پوستې سقوط شوي، ۵ مخالفان یې وژل شوي او جګره لا هم دوام لري.

د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې د جبل السراج له لارې اوس هم د اسلامي امارت ځواکونو پر مخالفانو سخت بریدونه پيل کړي. په وینا یې له څو نورو لارو هم پنجشېر ته ننوتي دي او د پرمختګ په حال کې دي.

سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې له وړمې ورځې راهیسې د دریو قومندانانو مرزاجي، زرداد او ضمیر په ګډون ۳۹ مخالفان وژل شوي، ۱۹ پوستې سقوط شوي او په زیاته اندازه وسلې، مهمات، چاینداره او زغروال ټانکونه هم د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر شتل ولسوالي د اسلامي امارت ځواکونو نیولې او په تازه ناتائید شویو رپټونو کې ویل شوي چې خاواک ولسوالۍ هم د امارت لاس ته لوېدلې او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته