خبرونهټولنه

په پنجشېر کې دوو قومونو له ۴۰ کلونو شخړې وروسته روغه وکړه

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې د پنجشیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت په ابشار ولسوالۍ کې د سنګي خېلو او ګلاب خېلو قومونو ترمنځ ۴۰ کلنه شخړه د جرګې له لارې حل کړه.

د یادې جرګې پرمهال د یاد آمریت مسوولینو او عالمانو د خبرو پر مهال د اسلام له نظره په پورتنۍ موضوع خپل علمي نظرونه وړاندې کړل او دواړه قومونه یې سولې ته را وبلل.

په پای کې دواړو قومونو د مسوولینو په مخ کې یاد پلاوي ته ژمنه ورکړه چې نور دا شخړه پر دغه ځای پای ته ورسېده او له دې وروسته به په خپل منځ کې هېڅ کومه ستونزه ونه لري او له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې په یاده موضوع کې له دوی سره پوره همکار شول.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په نورستان ولایت کې هم دوو قومونو له ۱۰۰ کلنو دښمنۍ وروسته روغه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته