ټولنه

په پنجشیر کې یو شمېر سېلاو ځپلو کورنیو خوراکي توکي تر لاسه کړل .

کابل د وږي ۳۱ باختر په پنجشیر کې دوه سوه پنځه دیرش سېلاو ځپلو کورنیو بشر دوستانه مرسته تر لاسه کړه . دغو کورنیو ته د وروستیو سېلاونو د راوتلو له امله ستر مالي تاوانونه اوښتي دي . د پنجشیر له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې یو مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغه پړاو کې د رخې په ولسوالۍ کې دوه سوه پنځه دیرشو کورنیو ته اوړه ، غوړي ، وریجې ، دال او چای وویشل شول . له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې او د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت برابرې کړې وې . پاى- سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته