په پنجشیر کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی
کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
د پنجشیر په ټولو ولسوالیو کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی او خلک په آرمه فضا کې ژوند کوي.
د پنجشير د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نصرالله ملک زاده د باختراژانس خبريال ته وويل چې په پنجشیر کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی او په ټولو ولسوالیو کې پوځي او دفاعي قطعات فعال دي او په دې ولایت کې هيڅ ډول امنیتي ستونزه شتون نه لري.
هغه زیاته کړه چې د پنجشېر په مرکز بازارک او ولسوالیو کې ټول سيمه ييز دفترونه فعال دي او د دغو دفتروکارکوونکي هره ورځ په پوره ډاډ خپلې دندې پرمخ وړي.
ع