کابل/د لیندۍ ۲ مه/ باختر
پولیسو پرون د پنجشیر د مرکز په مربوطاتوکې اووه کیلوګرامه چرس کشف او ضبط کړل.
د پنجشیر د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیر سمونیار ګلستان عاصم د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د دغې قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ٢٧ کیلو ګرامه چرس چې په یو کرولا موټرکې ځاى پرځاى شوي وو؛ د پلټنې په وخت کې ترلاسه کړل او موټر چلوونکى يې ونیو.
هغه زیاته کړه: ټاکل شوې وه دغه نشه يي توکي کابل ته ولېږدول شي.
پاى/سعیده