ټولنه

په پنجشير کې سيلاونو تاوانونه واړوله .

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
په پنجشير ولايت کې له پرون مازيګر  څخه تراوسه پورې دسختو سيلاونو دراوتلو له امله ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې ځينې ساحې ويجاړې او اوبو وړي دي .
  دغه سيلاونه دهوا دتودوخې او داورښتونو له امله راوتلي دي او تراوسه پورې دوام لري .
په همدې حال کې دپنجشير ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې دادارې رييس  امين الله بخشي  سره له دې چې ددغوسيلاونو راوتل له انساني زيان څخه  خلاص بولى په همدې حال کې وايي چې ددغو سيلاونو له امله ددغه ولايت دروضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دديارلسو مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال، اته تشنابونه، پنځه جريبه کرنيزه ځمکه او اويا ونې  له منځه تللي او دپنجشير ولايت  په مرکز بازارک  پورې اړوند په  پارنده سيمه کې ددوو سترو پلونو په ګډون نږدې درې کيلومتره سړک ويجاړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته