کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د پنجشير د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو لوى مديريت نن په لسګونو زده کوونکو ته چې په پنجشير کې د انګليسي ژبې او کمپيوتر په کورسونوکې په زده کړه بوخت دي ، کتابچې او قلمونه وويشل .
د پنجشير د اطلاعاتواوفرهنګ د ځوانانو لوى مدير روح الامين رحيمي وويل چې دغه درسي توکي د علم د زده کړې په خاطر د ځوانانو د هڅونې لپاره ويشلي دي.
هغه زياته کړه چې دغه کورسونه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د چارومعينيت، د پنجشير ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست په همکارۍ پيل کړي دي چې درې مياشتې دوام کوي.
ختم_ ج _اکرم