ټولنه

په پنجشير کې ديوې ليليې دودانۍ دجوړولوکار پيل شو .

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دعمر بن خطاب ( رض )  مدرسې دليليې دودانۍ دجوړولو کار پرون دپنجشير ولايت په خينج ولسوالۍ کې پيل شو .
دپنجشير دځمکه والۍ ادارې باختراژانس ته خبرورکړ،دليليې دغه  ودانۍ دپنځه سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې دښارجوړولو اوځمکه والۍ وزارت له  پرمختيايي بودجې  څخه  دنږدې  ١٩ ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړېږي
   ددغې ليليې  په جوړولو سره به په راتلونکې کې ددغې مدرسې دسلګونو تنو زده کوونکو ستونزې لرې شي .
  ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته