په پنجشير کې دقيمتي ډبرو دپروسس مرکز جوړيږي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دکانونو او پټروليم وزارت تصميم لري په پنجشير ولايت کې دقيمتي ډبرو دپروسس مرکز جوړ کړي .ويل کيږي دکانونو وزارت په دې ترڅ کې چې دپنجشير په باب دملي امنيت دشورا دپريکړې په اړوند دقيمتي ډبرو په رسمى کولو ټينګار کړى دى ،کار کوي.
دکانونو وزارت په همدې حال کې ژمنه کړې ده چې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې دپروسس يو مرکز په ابتدايي ډول طرحه او د ډبرو ،جواهراتو دبازار دمرکز جوړول ، دتخنيکي او مسلکي زده کړو او دکانى توکو د انډيو دليږدونې ، دکانونو دقانون او مقررې او دکانونو کار احيا او دپنجشير دولايت په واک کې ورکړي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې دپنجشير والي انجينير محمد عارف سرورى تيره اوونۍ د کانونو او پټروليم وزارت له اداري او مالي معين او سپرستې ميرمن غزل حبيب بار صافې سره د دې دکار په دفتر کې وکتل .
دپنجشير ولايت دمطبوعاتو مسوول وويل: په دې کتنه کې دواړو لورو په دغه ولايت کې دکانونو دبرخې دښه والي په لاره دګډو نظريو او همکاريو ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته