ټولنه

په پنجشير ولايت کې شل پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په پنجشير ولايت کې دملي پيوستون شل پرمختيايي پروژې بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ : په دغو پروژو کې د ٤٦٦ مترو په اوږدوالي داوبو لګولو دکانال د دوو ټولنيزو مرکزونو د ٤٠٥ مترو په اوږدوالي دمحافظوي ديوال ، ديوه پله ،د دوه ويشتو کيلو ولټه امپير په ظرفيت دبريښنا د دوو کوچنيو بندونو او د څښاک د اوبو، زيرمې د ١٣٨٢٧ مکعب مترو اوبو په ظرفيت د اوبو ديوې زيرمې جوړول د ٣٣٢ مترو په اوږدوالي د کليوالي سړک جوړول او کريړ اچول شامل دي چې درې سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .
په پنجشير ولايت کې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام ٣٣٥ کلي تر پوښښ لاندې نيولې دي او تراوسه پورې په بيلابيلو برخو کې ١١٠ پروژې بشپړې او ګتې اخيستنې ته يې وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته