په پنجشير ولايت کې د موټرو د تګ راتګ د پله د جوړولو کارپيل شو
بازارک باخترد ثور دمياشتې ٢ :
د پنجشير ولايت په مرکزکې د موټر د تګ راتګ د پله د جوړولو کارپرون د نړيوال بانک په مرسته پيل شو.
دغه پروژه د فوايد عامې وزارت له خوا تطبيق اوعملي کيږي .
د دغه پله د جوړولوکاردپنجشير د والي ډگر جنرال کرام الدين کريم ، د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رييس جنرال رجب او د پنجشير ولايت د مرستيال عبدالرحمن کبيري له خوا پرانيستل شو.
دپنجشير والي ددغه پله په جوړولوکې له نړيوال بانک او د فوايد عامې وزارت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې وويل: ددغه پله دجوړولو دکار په بشپړيدو سره به په راتلوونکي کې د تګ راتګ له پلوه په راتلوونکي کې د چلوونکو او د سيمې د خلکو ستونزې اوارې شي .
په همدې حال کې د دغې پروژې مسوول انجينرنظرمحمدوايي: دغه پل چې د پنجشير سيند د پاسه جوړيږي؛ د نړيوال بانک په مرسته د څه دپاسه ٣٥ مليونو افغانيوپه لګښت دشپيتو مترو په اوږدوالى او دنهو مترو په سور په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
له بلې خوا د سيمې يوشمېر اوسيدونکو د فوايد عامې وزارت او دپنجشير د والي د هلوځلو له امله او د خوښى په څرگندولو سره، د شرکت له قراردادکوونکوڅخه وغوښتل چې دکار په چکټيا اوکيفيت کې پاملرنه وکړي.