کابل – باختر د کب دمياشتې ١٨
دپنجشير ولايت په درې ولسوالۍ کې دجامع د روغتيايي کلينيک دودانۍ کار پيل شو.
دپنجشير ولايت دعامې روغتيا رييس مير آقا عصمتي دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغه کلينيک دودانۍ دجوړولو کار ديو زرو څلورسوه مترو مربع ځمکې په ساحه کې په پاخه او معياري ډول دهندوستان هيواد له خوا د دوه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت ددغه ولايت د درې ولسوالۍ دکرمان په کلي کې جوړيږي.
ددغه کلينيک دکار په پيل کې دولايت مرستيال، سپين ږيرو او قومي مشرانو ګډون کړى وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ