ټولنه

په پنجشيرکې پنځه وګړني پروژې د استفادې وړ وګرځيدې

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
په روان کال کې پنځه وګړني پروژې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت له خوا په پنجشير ولايت کې بشپړې شوې دي.
دپنجشير ولايت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې رييس احمد ضيا يزداني د باختر آژانس خبريال ته وويل: په روان کال کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت له خوا په پنجشير ولايت کې د ٣٦ مليونو او ٢٠٠ زرو افغانيو په لګښت شپږ پروژې منظورې شوې وې؛ له نيکه مرغه پنځه پروژې يې بشپړې او ګټې اخستنې ته وړاندې شوې دي او يوه بله پروژه د تخنيکي ستونزو له امله د جوړولو کاريې ځنډول شوى دى .
دغه پروژې چې د اداري ودانيو، ورزشي لوبغالي، روغتيايي کلينيک او د ښوونځي جوړول پکې شامل دي؛ په څلورو ولسواليو رخه ، پريان ، خنج او عنابه او د پنجشير ولايت په مرکز بازارک کې تطبيقې شوې دي.
يزداني څرګنده کړه چې کال په کال د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت په پنجشير ولايت کې د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاقو د صفرکيدو په خاطر يو مليون ډالره په امتيازي ډول دغه ولايت ته بيلوي چې له دې لارې کال په کال څه ناڅه په لسګونو سترې او کوچنې بنسټيزې پروژې په دغه ولايت کې عملي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته