روغتیا

په پنجشيرکې پر ٣٠ زره ماشومانو د پوليو واکسين تطبيقيږي

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
په پنجشيرکې نن د پوليو واکسين د تطبيق د مني کمپاين دويمه دوره پيل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د دغه کمپاين د پيل په مراسموکې د پنجشير والي انجنيرکمال الدين نظامي په داسې حال کې چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر شېردل دانش، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالودود علي مردان او يوشمېر ډاکتران حاضر وو؛ وويل چې د پوليو ناروغۍ ډېره خطرناکه ناروغي ده، خو په آسانۍ سره يې مخه نيول کېږي.
هغه زياته کړه چې د ماشومانو د سلامتيا  لپاره د واکسين تطبيق مهم او حياتي دى او کورنۍ بايد پر خپلو ماشومانو د هغه د تطبيق  لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د پنجشير د عامې روغتيا رييس ډاکتر شېردل دانش وويل چې په دغه پروګرام کې له پنځه کلنى څخه ښکته په ٢٨ زره ٨٦٤ ماشومانو دپوليو واکسين تطبيقيږي.
د پنجشير د عامې روغتيا رييس زياته کړه چې دغه پروګرام ١٨٦ټيمونه د پنجشير ولايت په مرکز او دوو ولسواليوکې په درې ورځوکې تطبيقوي .
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته