ټولنه

په پنجشيرکې يو ځوان سړی ووژل شو

بازارک باختردوږي دمياشتې٤ نيټه : 
يو ځوان سړى تېره شپه په پنجشير ولايت کې ووژل شو.
دغه ځوان د دغه ولايت د عنابې ولسوالۍ د آبدرې په سيمه کې د ناپيژاندو کسانو له خوا د چړې په ګوزارونو سره وژل شوى دى.
د پنجشير د والي مرستيال محمد منصور عنابي وويل: تر اوسه پورې د پوليسو له خوا   د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او پيښه د دغه ولايت د کشفي ارګانونو ترڅيړنې لاندې ده.
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته