کابل باختر دوږي يوولسمه :
په پنجشير ولايت کې دوه ويشت ښوونځي ودانۍ نه لري .
ويل کيږي په دغه ولايت کې د١٢٩ فعالو ښوونځيو له جملې څخه ١٠٧ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې نه لري .
د پنجشير د پوهنې رييس عتيق الله کريم وويل چې دغه موضوع يې څو ځلې د پوهنې له وزارت سره شريکه کړې ده، خو ورته پاملرنه نه ده شوې.
کريم زياته کړه: اوس د دغو ښوونځيو زده کوونکي په پرانستې فضا، خيمو او يا په کرايي کورونوکې په زده کړه بوخت دي.
ويل کيږي دغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، د پنجشير ولايت په اوو ولسواليو پورې مربوط دي .
ختم- ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ