کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
په پنجشير ولايت کې پنځلس تنه ممتاز زده کوونکي وستايل شول.
د پنجشير له ولايت څخه د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دغه ممتاز زده کوونکي د علم او پوهې زده کړې ته د زده کوونکو د لا زياتې هڅونې په مقصد د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو آمريت په خنج ولسوالۍ د خاتم الانبيا د هلکانو د ليسې پنځلس تنه ممتاز زده کوونکي د ستاينې د لوحې په ورکولو سره وستايل.
د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس باختر آژانس ته وويل: دغه پنځلس تنه ممتاز زده کوونکي په هغو زده کوونکو کې شامل دي چې په لومړۍ، دويمه او دريمه درجه کې دي.
دپنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې د ځوانانو په تېره بيا د زده کوونکو ځوانانو د يو موټى کولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په پام کې لري چې له زده کوونکو سره همکارۍ په نامه يوه شورا هم په دغې ولسوالۍ کې جوړه کړي .
په همدې حال کې د خاتم الانبيا ليسې مدير احمد جان احمدي د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست څخه د مننې د څرګندولو په ترڅ کې وايي: که چيرې دغه شان تشويقي پروګرامونه پراختيا ومومي؛ د زده کوونکو په ګټه به وي.
0 1 دقیقه لوستل