خبرونهاقتصاد

په پنجشيرکې لسګونوکورنيو له برېښنا څخه ګټه واخيسته

 کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر

په پنجشير کې د اوبو برېښنا د يوې کوچنى شبکې د جوړولوکار بشپړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د اوبو برېښنا  دغه کوچنى شبکه  د کليو د بياجوړولو او پرمختيا وزارت  د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا د څه د پاسه دوه ميليونو افغانيو په لګښت د پنجشير د ابشار ولسوالۍ د محمد حشم په کلي کې  جوړه شوې ده .

دغه شبکه د اتو کيلو واټو برېښنا د توليد ظرفيت لري او په جوړولو سره يې  لسګونه کورنى برېښنا ترلاسه کړه .

ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته