کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
په پنجشير ولايت کې نن د خړوبولو يو کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
د پنجشير د والي وياند محمد منصور عنابي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د خړوبولو دغه کانال د مرکزي دولت له بودجې څخه د څه دپاسه ۱۶ ميليونو افغانيو په لګښت د ٤٠٠ مربع متره په اوږدوالي په پاخه او اساسي ډول د پنجشير ولايت د رخې ولسوالۍ په اسپيانا کلي کې جوړ شو
ده زياته کړه چې دغه کانال کولاى شي ١٢٠جريبه کرنيزه ځمکه خړبه او د اوبو د کموالي له پلوه د ۸۰ کورنيو ستونزې حل کړي.
د پنجشير د والي مرستيال محمد امين صديقي په داسې حال کې چې د ادارو رييسانو، عالمانو او قومي مخورو هم حاضر وو، وويل چې د دغې ټولګټې پروژې په پرانيستلو سره به په دغه کلي کې د اوبو د کموالي له پلوه د کروندګرو ستونزې حل او په حاصلاتوکې يې مثبت بدلون راشي.
ختم_ شکريه _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل