کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
د کندز او بغلان له ولايتونوڅخه ١٥٠ بې ځايه کورنۍ په پنجشيرکې شپې سبا کوي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
دغه کورنۍ چې د کندز او بغلان په ولايتونوکې د وروستيو نا امنيو له امله بې ځايه شوې دي؛ اوس د پنجشير ولايت د خنيج، رخې او د عنابې په ولسواليوکې ځاى پرځاى شوې دي.
د پنجشير ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس انجنير عبدالمجيد نوروزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دوى د مقدماتي سروې له مخې ١٠٠ کورنۍ د کندز له ولايت څخه او ٥٠ کورنۍ د بغلان له ولايت څخه په پنجشيرکې ځاى پرځاى شوې دي.
نوروزي زياته کړه: تر اوسه پورې له دغو بې ځايه شويوکورنيو سره د امکاناتو د نشتوالي له امله مرسته نه ده شوې؛ خو د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت او مرستندولو موسسو ته يې له دغو کورنيو سره د مرستې په خاطر خبر ورکړى دى .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس څرګنده کړه: په هغې غونډه کې چې پرون د پنجشير د والي انجنير محمد عارف سروري په مشرۍ جوړه شوه؛ پريکړه وشوه چې د کليو د بياجوړولو او پراختيا، سرې مياشتې او له طبيعي پيښو سره د مبارزې رياستونه دې له دغو کورنيو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړي.
0 1 دقیقه لوستل