ټولنه

په پنجشيرکې د اصلاح شويو غنمو کرکيله زياتيږي

پنجشير باختردليندۍ دمياشتې٦  نيټه  :
د پنجشيرولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست په دغه ولايت کې د اصلاح شويو غنمو د کرکيلې په رواجولو اقدام کوي.
د پنجشير ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست يو تن چارواکي محمد ذاکر اميري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه رياست په پام کې لري چې د مني په کرکيله کې په ٢٠ جريبه ځمکه کې په معياري او مقايسوي ډول اصلاح شوي غنم وکري .
ده زياته کړه چې دغه هدف ته د رسيدو په خاطر ٤٠٠ تنه بزګران هم په فني ډول زده کړې کړې دي.
پاى ج ؛ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته