ټولنه

په پنجشيرکې بڼوالو ته د بڼوالى روزنه

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
په پنجشير ولايت کې ١٧٠ تنو بڼوالو ته د بڼوالى روزنه ورکړ شوه .
د پنجشير ولايت د کرنې رياست د بڼوالى مسوول احمد قاهر باختر آژانس ته وويل: د پنجشير ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د دوه مياشتنى پروګرام په بهيرکې يوسلو اويا تنو بڼوالو ته د نوى بڼوالى روزنه ورکړې ده .
قاهر څرګنده کړه: په دې روزنيز پروګرام کې د هرزه بوټو د ميخانيکي کنترول، د خاکسترک د کنترول او نباتي چيچک د موضوعګانو په باب بڼوالو ته لوست ورکړ شوى دى .
ده زياته کړه: د بڼوالى د روزنې په دغه پروګرام کې د دغه ولايت د دريو ولسواليو بڼوالو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته