په پلخ کې دانسان تښتوونکو له خوا ددوو تنو ماشومانو بې رحمانه وژنه .
کابل باختر دوږي لومړي :
په بلخ ولايت کې ددوو تښتول شويو ماشومانو مړي دپوليسو له خوا دخلکو په همکارۍ ترلاسه شوي دي .
دغه ماشومان چې يواته کلن هلک او يوه پنځه کلنه نجلۍ ده پنځه ورځې مخکې تښتول شوي و ، مړي يې په داسې حال کې ترلاسه شول چې په بې رحمانه ډول وژل شوي و .
دبلخ ولايت دبلخ ولسوال تيمورشاه پايز دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه ماشومان خور او ورو او دجوزجان ولايت د يواصلي اوسيدونکي قربان بچيان و چې دبلخ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتول شوي و اومړي يې دچمتال ولسوالۍ په رباط سيمه کې ترلاسه شوي دي .
پايز وايي ددغې پيښې اصلي انګيزه لاتراوسه پورې روښانه نه او ښايي چې دغه ماشومان دکورني تاوتريخوالي قرباني شوي وي .
ويل کيږي چې ددغو ماشومانو ماما دقضيې په اړوند دپوليسو له خوا نيول شوى دى .