فرهنګ

په پلخ ولايت کې تاريخي څلې بيا رغول کيږي .

کابلباخترد غبرګولي  د مياشتې١٣:
دبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د څلور تاريخي څلو دبيا جوړولو کار پرون بيا پيل شو .
دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس صالح محمد خليق دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو څلو کې د ميرروزه دار ، خواجه نظام الدين ، ابن خضرويه بلخي او دفاطمې  بلخي ارامګاوي شاملې دي چې په بلخ  ولسوالۍ کې  دالمان هيواد په مرسته بيا جوړيږي .
  دغه راز د ناروي دولت  په مالي مرسته په نهر شاهي ولسوالۍ کې دتخته پل  دتاريخي څلې   دبيا جوړولو کار هم پيل شوى دى .
ده زياته کړه: په تيرکال کې دغه راز دبلخ په ولسوالۍ کې دنه ګنبد جومات ، دابونثر پارسا جومات او دسعيد سبحان قلي  مدرسې درواق  په ګډون اته نور  تاريخي څلې اودچمتال په ولسوالۍ کې دچشمه شفا جومات  او په مزارشريف  ښار کې دمبارکې روضې ځينې برخې ، دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبودجې په لګښت او دنړيوالې ټولنې په مرسته بيا رغول شوي دي .
ده زياته کړه: په بلخ ولايت کې څه دپاسه  ٩٠ تاريخي څلې  او لرغونې ساحې شته چې زياتره يې ويجاړې شوي دي اوکه چيرې ترميم  اوبيا ونه رغول شي  ويجاړې به شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته