کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
په بغلان ولايت کې دسيلاوونو د راوتلو له امله له پنځه شپيتو سيلاو ځپلو کورنيو سره نن د افغاني سرې مياشتې د ټولنې له خوا مرسته وشوه.
دبغلان ولايت د افغاني سرې مياشتې د ټولنې رييس ډاکتر محمد حامد نيازي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو مرستوکې د پخلنځي وسايل، شړى او خيمې شته چې د پلخمري ښار د قول سنګ کشي په ساحه کې په پنځه شپيتو سيلاوځپلو کورنيو وويشل شول.
د ډاکتر نيازي دڅرګندونو له مخې: په پلخمري ښارکې د وروستيو سيلاوونو د را وتلو له امله داستوګنې يو زرو څلور سوه کورونه زيانمن شوي دي او پخوا هم ددغه ښار د دويمې ناحيې په ساحه کې له څلور سوه زيانمنو شويوکورنيو سره مرسته شوې وه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ