کابل باختردوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په بغلان ولايت کې نن د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونوپه کار پيل وکړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د سيمه يېزو مقاماتو او د مدني ټولنې د استازوپه ګډون په پلخمري ښارکې جوړه شوې وه دبغلان ولايت دانتخاباتو دکميسيون مسوول عبدالملک حنفي د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير په دوو پړاونو کې چې لومړى د ولاياتو په مرکز او وروسته په ولسواليو کې تطبيقيږي.
ده وويل؛ د بغلان ولايت په کچه څه ناڅه دوه زرو تنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په ٢٨٣ مرکزونو کې په کار بوخت دي او دغه بهيردوه مياشتې دوام کوي.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع د انتخاباتو بهير يو ملي بهير وباله او ډاډ يې ورکړ چې د دغو مرکزونو امنيت تامينوي.پاى ج ذ