په پلخمري کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده
پلخمري باختردکب دمياشتې٢٩ نيټه :
د بغلان د پلخمري ښار د اوبو رسولو شبکه پراختيا مومي.
د بغلان د اوبورسولو د شبکې مسوولين وايي ؛ د پلخمري ښار په سلو کې شل د اوبو رسولو شبکې تر پوښښ لاندې دي او ټاکل شوې ده دغه شبکه پراختيا ومومي.
د بغلان ولايت د اوبورسولو د شبکې آمر ميرآقا فضلي د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې د بغلان ولايت په پلخمري ښارکې اوس د اوبو رسولو ديارلس شبکې فعاليت کوي چې اته شبکې يې د آلمان هېواد له خوا جوړې شوي دي او د دغه ولايت د اوسيدونکو کورونوته د نلونو له لارې د څښاک اوبه برابروي .
د بغلان د والي وياند محمودحقمل وويل ؛ په دغه ولايت کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده او د پلخمري ښار اوسيدونکي بايد د اوبو له زيات لګښت څخه ډډه وکړي. پاى ذکرالله