کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
دپلخمري ښاروالۍ رياست په ښه توګه دکرنيزو ځمکو دخړوبولو او په پلخمري ښار کې دژوندانه دسالم چاپيريال دبرابرولو په موخه دپلخمري ښار ستره وياله پاکه کړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دپلخمري ښاروال انجنير نظام الدين حميدي وويل چې دپلخمري ښاروالۍ منسوبانوپه څو وروستيو ورځو کې دغه ستره وياله له دويمې ناحيې څخه دشپږمې ناحيې په لور دکثافاتو له شتون څخه پاکه کړه .
ده وويل چې اوس له ضايعاتو پرته اوبه کرنيزو ځمکو ته بهيږي او کروندګرو ددې کار هرکلى کړى دى ځکه دغه وياله په زرګونو جريبه کرنيزې ځمکې خړوبوي .
ختم_ عطاالله_ اکرم