په پلخمري ښار دوسله والو طالبانو راکټي بريد .
کابل باختر د وږي دريمه :
دبغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار پرون يوځل بيا دوسله والو طالبانو له خوا راکټي بريد وشو .
دغه بي ام يو ډوله توغندي دډنډ غوري له استقامت څخه توغول شوي دي .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو توغنديو له توغيدو وروسته امنيتي مسوولينو په اقدام لاس پورې کړ، دتوغندي دتوغيدوپه سيمې يې بريد کړى دى .