کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٨
دپلخمري ښاريانو درايې ورکولو د ويشلو ديو مرکز شتون يوه ستونزه بولي او په دغه ښارکې دنويو مرکزونو د جوړولو غوښتنه کوي .
درايې ورکولو دکارتونو دويشلو د پروګرام له پيل وروسته په بغلان ولايت کې درايې ورکولو دکارتونو دويشلو يو مرکز چې ښځينه او نارينه څانګې لري دپلخمري دسيلو په انګړ کې جوړ شوى دى .
دغه مرکز هره ورځ دسلګونو تنو دمراجعې او دکارتونو دترلاسه کولو په مقصد دپلخمري ښاريانو د اوږدو ليکو شاهد دى .
يو تنکۍ ځوان محمد عمر چې ځان دپلخمري ښار د زمان خيلو د هلکانو دليسې زده کوونکې معرفي کوي ادعا کوي چې دوه ورځې راغلم چې د رايې ورکولو کارت واخلم خو بريالي نه شوم چې کارت واخلم ځکه ګڼه ګوڼه ډيره ده او دانتخاباتو کارکوونکې که ويې غوښتل کارت ورکوي او که ويې نه غوښتل کارت نه ورکوي .
بل ځوان سيد الهام ادعا کوي چې دکارتونو دويشلو کارکوونکې له ګڼه ګوڼې څخه په استفادى او داړيکو په پام کې نيولو سره چې له يو شمير خلکو سره يې لري نوبت نه رعايتوي او ز موږ د وخت دضايع کيدو سبب کيږي .
سيدالهام په پلخمري کې درايې ورکولو ديو مرکز شتون کافي نه بولي او په پلخمري کې دنوم ليکنې او دکارتونو د ويشلو ديوبل مرکز دجوړولو غوښتنه کوي.
خو دپلخمري په سيلو کې درايې ورکولو ويشلو دمرکزمسوول اسدالله عنايت ددغو دوو تنو ادعاګانې بې بنسټه وبللې او زياته يې کړه چې په دغه مرکز کې دکارتونو ويشل دنوبت له مخې او له ځنډ پرته دسهار له اتو بجو څخه دمازيګر تر څلورو بجو پورې دوام لري .
دبغلان ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عبدالملک حنفي په دې ترڅ کې چې دبغلان ولايت په مرکز او څوار لسګونو ولسواليو کې درايې ورکولو د څه دپاسه شپږ ديرشو زرو کارتو د ويشلو له امله خوښي وکړ په نږدې راتلونکې کې يې په پلخمري ښارکې درايې ورکولو دکارتونو دويشلو د دوو نويو مرکزونو دجوړولو يادونه وکړه او څرګنده يې کړه د هغو کسانو له جملې څخه چې تراوسه پورې د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي په سلو کې پنځه ديرش يې ښځې دي .
ښاغلي حنفي درايې ورکولو دکارتونو د ويشلو دمرکزونو دزياتوالي علت دښونځيو بيا پيل او دکميسيون له خوا دعامه پوهاوي دتبليغاتي کارونو پرمخ بيول وبلل او درايې ورکولو د کارتونو د ويشلو په بهير کې يې په عالي نظم او دسپلين ټينګار وکړ او د کارتو د ويشلو په باب دپلخمري ديو شمير خلکو ادعاوې ردى کړې او په بغلان ولايت کې موجود امنيتي شرايط دانتخاباتو دترسره کولو له شرايطو سره مناسب وبلل.
ده زياته کړه ، په بغلان ولايت کې درايې ورکولو ټول دوه سوه او پنځوس مرکزونه
تثبيت شوي دي او د اړتيا په صورت کې به دغه مرکزونه زيات شي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس په دې ترڅ کې چې د ولايتي شورا دکانديدانو دنوم ليکنې دپروګرام دپيل خبر ورکړ او درايې ورکولو دکارتو دترلاسه کولو په مقصد يې د ښځو د ورتګ بهير يې دتيرو دوو دورو په پرتله ښه وباله.
0 2 دقیقې لوستل