خبرونهاقتصادټولنهTOP

په پلازمېنه کابل کې د قرنطیني آفتونو د کنټرول او فومیګېشن شرکت پرانیستل شو

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د کرنیزو محصولاتو د فومیګېشن او د قرنطیني آفتونو د کنټرول په موخه د “خالد زیبر” په نوم د قرنطیني آفتونو د کنټرول او فومیګېشن شرکت، د کابل ښار د نهمې ناحيې په صنعتي پارکونو کې پرانیستل شو.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د دغه شرکت په پرانیست غونډه کې وویل چې په ټول هېواد کې امنیت تأمین دی، سوداګرو او خصوصي سکتور دې خلکو ته په صادقانه توګه خدمت وکړي.

نوموړي د کرنې وزارت له لوري د پانګونې د اسانتیا لپاره د یوې کړنلارې د جوړولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هڅه کوي یوه هراړخیزه کړنلاره جوړه کړي تر څو پانګوالو او سوداګرو ته د کار او پانګونې زمینه برابره شي او له دې لارې د کرنې او نورو برخو کې د پانګوالو پر وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه له منځه یوړل شي.

په ورته وخت کې د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم وویل چې د کرنیزو محصولاتو په معیاري کولو سره به د صادراتو کچه لوړه او د خپل هېواد کرنیز محصولات په لوړ کیفیت بهرنیو هېوادونو ته صادر کړو ترڅو د کرنیزو محصولاتو کیفیت خوندي او نړیوال معیارونه پوره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته