کابل باختر د تلي لسمه :
دبريښنا شرکت رياست دبريښنا رسولو دشبکو دپراختيا په لړ کې نن دبريښنا څلور برجونه او دوه ترانسفارمرونه دکابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې ګټې اخستني ته وسپارل .
دباختراژانس دخبر له مخي دبريښنا هر برج د ٦٣٠ کيلو ولټو امپير بريښنا او هر ترانسفارمر د٤٠٠ او ٢٥٠ کيلوولټو بريښنا ظرفيت لري .
دمسوولينو دڅرګندونو له مخې : ددغو ترانسفارمرونو او برجونو په فعاليدو سره دبيني ګدام ، حيدرخان ، دروشتولک او دبلستان دکليويو زرو پنځه سوه کورنۍ د بريښنا له ګټې څخه برخمن کيږي.
ددغو ترانسفارمرونو لګښت ديارلس مليونه افغاني اټکل شوى دى چې دافغانستان دبريښنا شرکت له بودجې او دملي پيوستون دپروګرام له بودجې څخه تمويل شوي دي .
په نږدي راتلونکي کې ددغې ولسوالۍ نورو کليوته چې تراوسه پورې بريښنا نه لري دبريښنا شرکت له خوا بريښنا برابريږي .
0 1 دقیقه لوستل