ټولنه

په پغلان کې د روږدو کسانو زياتوالي خلک اندېښمن کړي

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه
په بغلان کې څه د پاسه شپيته زره ښځې او نارينه په نشه يي توکو روږدي دي او دغه کار په ياد ولايت کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د مسوولينو د انديښنې سبب شوى دى.
د بغلان له نشه يي توکوسره د مبارزې رييس فضل الحق اندرابي د باختراژانس خبريال ته وويل: د اټکل شويو شمېرنو له مخې څه ناڅه شپيته زره ښځې او نارينه په دغه ولايت کې په نشه يي توکو روږدي  دي او که چېرې په بغلان کې  د نشه يي توکو د کرکيلې، توليد او د قاچاقو مخه ونه نيول شي، نو زيات شمېر نور ځوانان به هم نشه يي توکو ته مخه کړي .
اندرابي زياته کړه، په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې دوه روغتونونه شته، خو له بده مرغه د روږدو کسانو  شمېر د زياتېدو په حال کې دى.
د هغه د څرګندونوله مخې، خلکو ته د کاربرابرول او د کوکنارو د کرکيلې  بندول له روږديتوب سره د مبارزې لاره ده او د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو زياتوالى په دې برخه کې کوم کار نه شي کولاى.
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته