کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه :
په پروان ولايت کې دوه تنه نن له ٧٠ کيلوګرامو نشه يي توکو سره، له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا ونيول شول.
د پروان د پوليسو وياند محمدعالم مخلص دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې غوښتل يې ۷۰ کيلوګرامه نشه يي توکي د يوه کرولا موټر په واسطه له شمال څخه د ننګرهار ولايت ته وليږدوي، دجبل السراج ولسوالۍ په بازارکې ونيول شول .
ده وويل: پيښه د پوليسو تر څيړنې لاندې ده.
پاى ذکرالله