په پروان کې یو ټن نشه یي توکي وسوځول شول
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د پروان د امنیې قومندانۍ مسوولین په دغه ولایت کې د یو ټن نشه يي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت امنيې قومندان مل پاسوال ملا عزيزالله عمر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د پروان ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یو ټن نشه يي توکي چې له مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، وسوځول.
هغه زیاته کړه، چې د یادو په سوځول شویو نشه يي توکو کې هیرویين، ښیښه، ترياک، چرس، الکولي څښاک، او ۲۴ زره ۴۶۰ تابلېت کا په کې شامل دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې؛ په ياده موده کې په اړونده قضيو کې ۲۰۰ تنه هم نيول شوي، چې دوسيې يې محکمو ته استول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې څانګې (UNODC) په یوه راپور کې ویلي وو، چې په روان ۲۰۲۳ م کال کې په افغانستان کې د کوکنارو او اپینو په کښت او تولید کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.