ټولنه

په پروان کې څه دپاسه ۲٠۰ سېلاو ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
د پروان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ، نن پر ۲۳۰ کورنيو چې د سېلاوونو د راوتلو له امله يې کورونه ویجاړ شوي وو؛ له سروې وروسته خوراکي توکي او لګښتي مالونه ووېشل.
باختر آژانس پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت  وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷ کیلو ورجې، يو کیلو بسکوېټ، یوه قطي خرما، یوه کیلو بوره، نیم کیلو چای، ۵ شړۍ، د پخلنځی وسايل، یو روغتیايي کېټ، د اوبو یو سطل او يوه بوشکه او خیمه شامله ده.
د یادونې وړ ده چې د دغو توکو وېش په وخت کې د پروان د سرې میاشتې رییس، د سیاه ګرد ولسوال او د رسنیو يوشمېر استازي هم حاضر وو.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته