ټولنه

په پروان کې څه دپاسه دوسوه کورنيو له بريښنا څخه ګته واخسته .

کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
دپروان ولايت دجبل السراج په ولسوالۍ کې پرون څه دپاسه دوه سوه کورنيو له بريښنا  څخه ګټه واخسته .
دپروان ولايت  دبريښنا شرکت رييس انجنير احمد ناصر احمدي باختراژانس ته وويل  چې دپروان ولايت دجبل السراج  ولسوالۍ دقلعه صحرا په کلي کې  ددوه سوه پنځوسو  کيلوولته امپير  په ظرفيت ديوه ترانسفارمر  په درولو سره نږدې دوه سوه کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخسته .
  دپروان والي فضل الدين عيار دترانسفارمر دپرانستلو په بهير کې له خلکو څخه وغوښتل چې دخلکو ددښمنانو دپيژندنې په برخه کې هڅه او هاند وکړي او په دې پوه شي چې ددې هېواد دښمنان نه غواړي چې زموږ خلک په روښنايي  کې  ژوند وکړي .
دغه راز  ده له امنيتي  ځواکونو څخه وغوښتل چې دروان کال په اوږدو کې دې ټولې نيمګړې پروژې بشپړې کړي
دپروان ولايت دبريښنا رييس وايي چې په پروان  کې دبريښنا ديرش نيمګاره  پروژې شته چې د ١٣٩٧ کال تر وروستيو  وختو پورې به بشپړې  شي .
  ختم- عطاالله  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته