کابل باختر د تلې نولسمه :
څليرويشت کيلوګرامه نشه يي توکي نن په پروان ولايت کې ضبط شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم مخلص باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمديريت پوليسو شپاړلس کيلوګرامه اپين ، او اته کيلوګرامه چرس په يوکرولا موټر کې چې له شمال زون څخه دکابل ولايت ته ليږدول ، دجبل السراج ولسوالۍ په بازار کې کشف اوضبط کړل .
مخلص زياته کړه چې ددغې قضيې په اړوند موټر چلوونکى نيول شوى دى .
ديوبل خبرله مخې ، يو څليرويشت ليتره بوشکه چاوديدونکي توکي چې وسله والو مخالفانو دپروان ولايت دمرکز خلازو دکلي په عمومي سړک کې ځاى پرځاى کړي و دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمنسوبانو له خوا دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او ددغې قوماندانۍ دانجنيرى دټيم له خوا وچول شول .
ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل