نړيوالې خبري منابع باختردزمري دمياشت١٥نيټه :
د ماشومانو د ګوزن ( پوليو) ناروغۍ پرخلاف د واکسين د مني د کمپاين لومړى پړاو نن په پروان ولايت کې پيل شو.
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت ددغه ولايت د والي، مسوولينو او ډاکترانو په ګډون د دغه ولايت په مقرکې پرځاى شوي شول، د پروان ولايت دعامې روغتيا رئيس وويل چې د پوليو د واکسين کمپاين نن پيل شوى دى او له پنځه کلنۍ څخه ښکته په يوسلو اته پنځوسو زرو تنو ماشومانو د پوليو واکسين تطبيقيږي اوله شپږ مياشتني څخه تر پنځه کلنی پورې ۱۳۹ زرو تنو ماشومانو ته د والګي ناروغۍ په وړاندې د دوى بدن د مقاومت د لوړولو لپاره ويټامينونه ورکول کيږي.
د پروان والي فضل الدين عيار د ماشومانو روغتيا ته پاملرنه مهمه وبلله او د عامې روغتيا له کارکوونکو او کورنيو څخه يې وغوښتل چې د پوليو د واکسين تطبيقولو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په پاى کې د پروان د عالمانو شورا رييس مولوي محمد جاويد حنفي د جوماتونوله امامانو څخه وغوښتل چې د جوماتونو د منبرونوله لارې دپوليو واکسين د تطبيق په خاطر خلکو ته پوهاوى ورکړي.
پاىج ذ