امنیت

په پروان کې يو ځوان دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
يو ځوان په پروان ولاېت کې  دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړى شو .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول محمد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ځوان فضل باى نوميږي او دمزارشريف ښار اوسيدونکى دى  او درې ورځې مخکې دشپږو تنو  له خوا دبلخ له ولايت څخه تښتول شوى و .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه کسان دامنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې و چې تښتول شوى سړى دچاريکارو په ښار کې دهغوى له منګولو څخه وژغورل شو او انسان تښتوونکي له ساحې څخه په تيښتې بريالي شول .
خبرځاى زياته کړه چې ژغورل شوى سړى خپلوانو ته يې سپارل شوى دى .
محمد سليم وويل چې دبلخ ولايت امنيتي ځواکونو ددغې پيښې په اړوند په بلخ ولايت کې يو تن نيولى او په دې باب تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته