په پروان کې يو ځوان ترور شو
کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
يو ځوان تېره شپه د پروان ولايت د سيد خيلو په ولسوالۍ کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ترور شو.
د سيدخيل ولسوالۍ امنيتي مسوولين وايي چې دغه ٢٨ کلن ځوان نقيب الله نوميده او د دغې ولسوالۍ د بالا ده انچو د کلي اوسيدونکى او د طريقت خاوند شمېرل کيده.
د سيدخيل ولسوال احمدلمرعثمانيار د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ځوان او د هغه درې تنه ملګري د لارې په اوږدوکې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا درول کيږي؛ له پلټنې وروسته د ده له ملګروڅخه ټيلفونونه او پيسې اخلي او هغوى خوشې کوي؛ خو نقيب الله له ځان سره بيايي.
عثمانيار زياته کړه: له پلټنې وروسته نن سهار د هغه مړى سيند ته څېرمه موندل کيږي.
د ده د څرګندوونو له مخې: پيښه د امنيتي ځواکونو تر څيړنې لاندې ده او تر اوسه پورې په دې اړوند څوک نه دى نيول شوى.