امنیت

په پروان کې يو وژونکى له يوه کلاشينکوف سره ونيول شو

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
هغه سړى چې د چاريکارو په زاړه ښارکې يې دوه تنه وژلي وو؛ د پوليسو له خوا ونيول شو .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شوى سړى چې زبير نوميږي او د پلار نوم يې محمد صادق دى او د چاريکارو ښار د اکرم خان ګذر اوسيدونکى  دى؛ د تېرکال د کب په مياشت کې  د خوشحال او منير په نومونو دوه تنه چارکارو د زاړه ښار په سيمه کې  د کلاشينکوف په  ډزو سره وژلي وو؛ د پوليسو له خوا تر څارنې لاندې و .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: دغه سړى د پوليسو د چک پاينت په بهيرکې د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې له يوه کلاشينکوف سره ونيول شو .
خبرځاى زياته کړه: قضيه د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې په مديريت کې تر څيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته