چاريکار/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
يوه اندازه وسلې او مهمات تېره شپه د پروان ولايت د بګرام له ولسوالۍ څخه ترلاسه شول.
د پروان د والي وياند وحيدې شهکار د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسلې او مهمات د پروان ولايت د بګرام په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتوکې ترلاسه شول.
شهکار زياته کړه: په ترلاسه شويو وسلو او مهماتوکې څو پيکا ماشينکڼې، درې کلاشينکوفونه، څلور مکس امريکايي وسلې، شل امريکايي تومانچې، د کلاشينکوف درې سوه صندوقه ګولۍ او يوه اندازه نور مهمات شته چې په پروان ولايت او د هېواد په نورو شمالي ولايتونوکې په ډار اچوونکو پيښوکې ورڅخه استفاده کيده.
دې زياته کړه: د قضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ